لیکنه: ارش ننګیال
۱ـ ميشل دو نوسترادام (نوستراداموسـ Michel de Nostredame
تاسو به خامخا د نوسترداموس له نامه سره اشنا یاست، دی د وړاندوینې یو مخکښ استاد تیر شوی دی چې په( ۱۵۰۳) کال کې په فرانسه کې زېږېدلی. میشل دو نوستردام- خپلې زده کړې په ۱۴ کلنۍ کې د فلسفې، ژبې او طبیعي علومو په برخه کې په کلیسا کې پیل کړې. نوموړي په(۱۵۲۲) کې د طب په برخه کې هم زده کړې وکړې. میشل یوه ورځ کوم مجسمه جوړوونکي ته ویلي وو چې ته د شیطان د مجسمې په جوړولو بوخت یې! په همدې خبرې کلیسا له (نوسترداموس) سره دښمنه کړه، پای کې توره شپه کې ایټالیا ته وتښتیده. میشل په (۱۵۵۵) کال کې خپلې وړاند وینې په لسو ټوکو کتابونو کې د رباعیاتو په شکل کې چاپ کړل او خپل مړه شوي زوی ته یې دالۍ کړ.
په (۱۹۳۹) کال کې کله چې هتلر غوښتل نړیوال جنګ پیل کړي د المان د تبلیغاتو د وزیر مېرمنه (ماګدا) یو لړ وړاندوینو ته متوجه شوه چې څلور سوه کاله پخوا ترسره شوې وې. دا وړاندوینې د میشل وې چې د هتلر د ضهور خبره پکې یاده شوې وه. یوه ورځ د ایتالیا په لارو، کوڅو کې ګرځېده چې له یو راهب سره مخ شو، دا رهب( فلیس پرتي) نومېده. میشل یې پر وړاندې احترام وکړ، خلکو ته یې وویل چې زه د یوه (پاپ) پر وړاندې د احترام سر ټیټوم. په( ۱۵۸۵) کال کې همدغه راهب د پاپ په توګه وګومارل شو. وايي چې یوه ورځ یې د فرانسې د ملکې ( کاترین دومدیسی) په غېږه کې یوه ماشوم ولیده، میشل بې له ځنډه وویل: ـ دا ماشوم به د فرانسې بادشا شي! دا ماشوم (هنری ناوار) نومیده چې بیا وروسته د څلورم هنری په توګه د فرانسې پاچا شو. وویل کېږي چې یوه ورځ د لوړ پوړو چارواکو په یوې میلمستیا کې یو فرانسوي شتمن غوښتل چې میشل وازمويي، شتمن په انګړ کې دوه خوګان ولیدل او له میشل نه یې و غوښتل چې د خوګانو په هکله وړاند وینه وکړي. میشل بې له ځنډه وویل: ـ سپین خوګ لیوان خوري او د تور خوګ غوښه ته نوشجان کوې. شتمن له واره امر وکړ چې د شپې لپاره سپین خوک حلال کړي. کله چې ډوډۍ تیاره شوه نو اشپز شتمن ته وویل چې سپین خوګ لیوانو خوړلی دی او دا غوښه چې ته یې خورې د تور خوګ ده. میشل د خپل مرګ وړاندوینه هم کړې وه چې په (۱۵۶۶) کال کې به مړ کېږي.
همدا ډول نوموړي په ( ۲۱) مې پیړۍ کې د امریکا د سپتمبر د (۱۱)مې پېښې وړاندوینه هم کړه وه.
۲ـ چیرو (William John Warner (Cheiro
د لاس د ورغوي په راز پوهېده د خونې په غولي کې مړ جسد پروت و، ښکاره وه چې سړی وژل شوی دی، خو هېڅوک هم خبر نه ول چې دا چا او ولې وژلی دی. پولیسو هڅه کوله چې قاتل معالوم کړي خو هېڅ مدرک یې نه درلوده. د وره په خوله کې یو غلی او معصوم زلمی ولاړ و، هغه دعوه کوله چې د بوډا د وژل کېدو علت او قاتل پیدا کولای شي، خو چا هم باور نه کاو. بلاخیره زلمي ته اجازه ورکړل شوه چې د قتل ځای له نژدې وګوري. زلمي د قتل ځای په غور وکتلو او ویې ویل: ـ قاتل ځوان دی، شتمن دی، کین جیب کې یې د سرو زرو ګړۍ ده او د مړي نژدې خپلوان هم دی. خو په دې خبرو خلکو باور نه کړ.
کله چې دا خبره د لندن مطبوعاتو ته ورسېده سخت غبرګونونه یې را وپارول. پای کې پولیسو ومنله چې قاتل نه یوازې ځوان او شتمن دی بلکې د مړي سکه ځوی دی. له دې سره چېرو په لندن کې د شهرت اوج ته ورسېده. چيرو له لندن نه امریکا ته ولاړه چې هلته یې هم ښه نوم وګټلو. ویل کېږي چې یوه ورځ یوه ځوانه مېرمنه د (نیویارک ورلد) له ورځپاڼې نه د چېرو لیدنې ته راغله، چېرو نه یې غوښتنه وکړه چې ددې غوښتنو ته ځواب ووايي. چېرو پرته له وېرې ورسره ومنله. مېرمنې ۱۳ داسې کسان راوستل چې هېڅ کله یې چیرو نه و لیدلی، ګڼ شمېر مشهوره خلک د قضاوت لپاره هم راټول شوي ول. چیرو د یوه کس لاس ته ځېر شو او ویې ویل: ـ دی د ایرلند هېواد اوسېدونکی دی. یو وخت یې سخت ژوند درلوده خو اوس ډېر شتمن او پېژندل شوی کس دی. تر دې وروسته یې د (ریچارد کروکر) په نامه د یوه کس لاس ولیده او ویې ویل: ـ دی هم د ایریلند له مهاجرو دی، یو وخت کارګر و، خو اوس د محلی انجمن د ريس په توګه ګورمال شوی دی. دی یو مهال پهلوان هم تیر شوی دی او د سیاست په برخه کې یو ښه ویاند دی. چیرو په لسو دقیقو کې د دولسو کسانو لاسونه وکتل او پرته له کومې غلطۍ نه یې د هغوی په هکله وړاند وینې وکړې چې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو. خو یوازې د یوکس په هکله یې څه ونه ویل، هرځل چې به یې د لاس ورغوی کتلو نو غلی به شو، خو نندارچیانو ټینګار کاو چې ولې ددغه کس په هکله څه نه وايي. چېرو له خلکو بښنه وغوښته چې ددغه کس په هکله څه نه وايي. خو خلکو ټینګار کاو، پای کې چیرو وویل چې، زه ددغه کس په هکله دومره وایم چې په ده کې د قاتل نښې ګورم، دی اعتماد په نفس له لاسه ورکوي او په زندان کې مړ کېږي. همداسې وشول دا کس( داکتر هنری میر) و چې بیا د قتل په تور زنداني شو، زندان کې لیونی شو او همالته ومړ. تر دې پېښې ورورسته د نړۍ او اروپا خلک د چیرو له وړاند وینې خبر شول او چېرو یې یو نابغه ګڼلو.
د اسکار وایلد په نامه یو مشهور لیکوال ترې وغوښتل چې دده په هکله وړاند وینه وکړي، چېرو پرته له ځنډ نه وویل: ـ د پینځو کلونو په اوږدو کې به د خلکو پر وړاندې رسوا شې او له دې هېواده به تبعید شې. د چېرو په دې خبرو باندې خلکو وخندل خو د چیرو هېڅ وینا تر دې مهال دروغ شوې نه وه. درې کاله وروسته (سکاروایلد) له هېواده وشړل شو او د خلکو پر وړاندې رسوا او شرمند شو. نوموړي د (اوم ادوارد) د مرګ ورځ او نېټه هم تعینه کړې وه. ادوارد، د چیرو دغه وینا په یو کاغذ کې ولیکله او خپل میز کې یې خوندي کړه. په ۱۹۰۲ کال کې (اوم ادوارد) چې لا یې د بادشاهۍ تاج نه و په سر کړی، ناڅاپه ناروغ شو، ناروغي در مرګ تر سرحده کمزوری کړ، ادوارد امر وکړ چې چېرو ورته حاضر کړای شي. همداسې وشول. چیرو یې حاضر کړ، بادشا ترې پوښتنه وکړه چې د راتلونکي ژوند په هکله یې وړاند وینه وکړي. چیرو یې په ځواب کې ورته وویل: ـ د اندېښنې وړ موضوع نه ده، ځکه چې د اګست په نهمه نېټه د تاج ګزارۍ مراسم مو ترسره کېږي او نهه کاله نور به هم ژوند وکړې. د چیرو دغې وړاندوینې هغه ته نړیوال شهرت ور په برخه کړ.
۳ـ پیتر هورکس Peter Hurkos
په (۱۹۵۰) میلادی کال کې د لندن د (وست مینستر) له کلیسا نه یوه ډېره ارزښتناکه او لرغونې دبره ورکه شوه چې د دولت له ډېرو هڅو سره، سره پیدا نه شو. د لندن مطبوعاتو د لندن په حکومت ملنډې پیل کړې او د هرې ورځپاڼې سرټکی همدا موضوع وه. کله چې د لندن حکومت د غلو په پیدا کولو کې پاتې راغی نو له ښاغلي( پیترهورکس) نه یې د مرستې غوښتنه وکړه او خپل استازی یې ( هالند) ته په (پیترهورکس) پسې ولېږه او دغه نابغه یې له ځانه سره لندن ته راوست چې د دولت او خلکو له تود هرکلی سره مخ شو. پیتر بې له ځنده د غلا ځای ته ولاړه او څېړنې یې پیل کړې. که څه هم چې دا لمړی ځل و چې پیتر لندن ته راغلی و، خو د لندن ښار د نقشې له مخې یې ټولې هغه سیمې، کوڅې، سړکونه او ودانۍ چې غله ترې تیر شوي ول پولیسو ته په ګوته کړل او دا یې هم وویل چې دبره هم ورسره وه، درې نارینه او یوه ښځه ده. کله چې غله ونیول شول او ترې څېړنې وشوې هغه څه چې پیتر ویلي وو ټول حقیقت و. یو مهال د هالند اردو له یوې ستونزې سره مخ شوه، هغه دا چې دوی په یو جګپوري نظامي چارواکي شک کړی و چې ددوی پټ رازونه د جرمني نظامیانو ته ورکوي. نو ددغه جګ پوړي چارواکي یو عکس یې پیتر ته راوړ، څو معلومه کړی چې ایا نوموړی په رښتیا هم جاسوس دی؟ پیترهورکس عکس باندې څو ځله ګوتې ووهلې او ویې ویل: ـ زه ګورم چې دغه نظامي د الماني پوځیانو جامې اغوستي دي. کله چې دولت له تورن کس نه څېړنه وکړه نو ښکاره شوه چې په رښتیا هم نوموړی د المان جاسوس دی. په ۱۹۵۱ کال کې پیترهورکس له خپل ملګري سره د هالند په یو لرغوني ښار کې چکر واهه چې ودرېده او خپل ملګري ته یې وویل: ـ په همدې ښار کې د( یانس) په نامه د یوه کس کور به ډېر بد وسوزيږي. دواړه ملګري په منډه شول چې پولیس خبر کړي، خو همدا چې ورسېدل ګوري چې څو شېبې مخکې اور بل شوی و او لمبې یې اسمان ته پورته کېدې. کله چې پولیسو د پیتر هورکس خبرې واورېدې نو په شک کې شول چې شاید همدوی دواړو دا اور اچولی وي، خو پیتر د خپل استعداد په ښودلو سره ټول حیران کړل. پیتر خپلې سترګې بندې کړې او وې ویل چې د پولیسو د مشر په جیب کې کوم څېزونه دي. له دې پېښې وروسته پولیسو هر وخت له پیتر نه مرسته غوښته او په دوی کې د یوه عجیبه شخصیت په توګه پیژندل کېده. د اورلګیدنې په ورځ پولیسو پیتر د اور لیګدنې ځای ته بوته، پیتر په ایرو کې یو پیچ کش پیدا کړ، څو شیبې ورته ځیر شو بیا یې وویل: ـ اور اچوونکی یو زلمی هلک دی باید پیدا یې کړو! پیتر ته یې یو شمېر عکسونه راوړل، هغه به هر عکس باندې ګوتې ور تېرې کړې، په وار یې ټول عکسونه ولیدل. یو عکس یې راپور ته کړ چې د ۱۷ کلن ځوان عکس و. پیتر وویل: ـ دا ځوان ماته راولئ! دا چې دغه ځوان د ډېرې شتمنې او مشهورې کورنۍ ځوی و، پولیسو باور نه کاو چې د پیتر خبره به حقیقت ولري، خو پیتر بیا هم له خپل استعداد نه ګټه واخیسته، پولیسو ته یې وویل چې د تورن په جیب کې همدا اوس یو د اور ډبلی دی او بل جیب کې یې په یو بوتل کې تیل دي او دغه ځوان سګرت هم نه څکوي. ځوان د پولیسو په ماموریت کې له هرڅه منکره شو، کله چې پیتر راغی نو ځوان ته یې وویل: ـ پطلون دې پورته کړه، له اور اچولو وروسته چې کله وتښتېدې نو پښه دې په سیم خاردار کې بنده شوه او ژوبله شوه. ځوان پوی شو چې نور نو انکار نه شي کولي، د اور اچونې جرم یې ومنه او د پیتر خبرې یې تاید کړې.
۴ـ جین دیکسون Jeane L. Dixon
جین دیکسون د امریکې د متحده ایالاتو یوه نوموتې وړاند ویوونکې تېره شوې ده. هغه د واشنګټن اوسېدونکې ده چې ډېرې رېښتینې وړاندوینې یې کړي دي. یوه مشهوره وړاند وینه یې د ولسمشر کنډي د مرګ مساله وه. یوه ورځ مېرمن ډیکسون له خپلو دوستانو سره په یوه هوټل کې د غرمې ډوډۍ خوړله چې ناڅاپه له ځایه پورته شوه او ویې ویل: ـ او زما خدایه! ولسمشر کنډي له بدې پېښې سره مخ شو! څو شېبې وروسته خبرل شول چې کندي ترور شوی دی. دې مېرمنې لسکونه وړاندوینې کړي دي چې تقریبا ټولې یې په حقیقت بدلې شوي دي.
۵ـ رابرت نیکسون
رابرت نیکسون هغه وړاند ویوونکی و چې له لوږې ومړ. رابرت په یوې کروندګرې کورنۍ کې زېږېدلی و، دی هم بزګر و، په کلي کور کې په لیوني پيژندل کېده. رابرت به تل ویل چې پاچا ده ته سخته اړتیا لري.
خلکو به چې دا خبرې واورېدې نو خندل به یې او ملنډې به یې وهلې. ۱۴۸۵ کال کې د بریتانیا لپاره ډېر مهم کال و، د همدې کال په شپو ورځو کې د (ریچارد ګینګ) پوځیان د (اوم هنري) له پوځیانو سره یوه خونړۍ جګړه پیل کړه، دا جګړه د رابرت له کلې نه په سوونو کیلومتره لرې رامنځته شوه. دا مهال رابرت په خپلو ځمکو کې په کار لګیا و چې ناڅاپه له ځایه راپوره شو، په رپېدو شو او په لوړ غږ یې چغې کړې: ـ خونړۍ جګړه پیل شوه! هنري جګړه وګټله! له دې چغو وروسته رابرت غلی شو، بیرته یې په کار پیل وکړ، لکه چې هېڅ هم نه وي شوي. کله چې کلیوالو د رابرت دا خبرې واورې او پوی شول چې دا قصدي نه وې بلکې ناخداګا وې، نو بزګرو یاده کیسه خپلو مشرانو ته وکړه، ځکه چې همدغه لیوني د یوې لوې اورې لګېدنې، یوه ستر توپان او د هنري د جګړې وړاندوینه یې هم کړې وه چې ټولې وړاندوینې یې په حقیقت بدلې شوې. د رابرت دا کیسې د انګلستان تر پاچا ورسېدې. هغه شیبه چې پاچا د رابرت له عجیبه استعداد نه خبر شو، دلته رابرت په ډېرې وارخطايۍ او ویرې له یو کور نه بل ته پنا وړله او ویل یې: : پټ مې کړئ چې د پاچا سپیاهیان راپسې راځي او پاچاته مې وړي. رابرت دا هم ویل چې زه د پاچا په ماڼۍ کې له لوږې مړ کېږم. خو خلکو به رابرت باندې ملنډې وهلې، هغه یې لیونی باله او دا یې هم ویل چې د پاچا په دربار کې څنګه له لوږې مړ کېږي؟ خو د رابرت وړاند وینه رښتیا شوه، د پاچا سپاهیان د رابرت کلي ته راغلل، رابرت خپل مور او پلار ته وویل: ـ څو شېبو کې د پاچا سپاهیان راځي او ما له ځانه سره وړي، بیا به هېڅ کله هم بېرته را نه شم. پای کې رابرت یې د پاچا مخ ته ودراو، کله چې پاچا بزګر هلک ګوري نو شک ورته پیدا کېږي، پاچا د امتحان لپاره د طلا یوه سکه یو ځای کې پټوي او رابرت ته وايي چې سکه چيرې ده؟ رابرت څو شېبې پاچاته په ځېر، ځېر وکتل او ویې ویل: ـ سکه نه ده ورکه شوې بلکې هغه تا په خپله کوم ځای کې اېښې ده او په خپله یې پیدا کولی شې. تر دې وروسته د پاچا په امر لیکوالان وګورمال شول څو چې د دغه وړوکي نابغه ټولې وړاندوینې ولیکي. همداسې وشول د رابرت ټولې وړاندوینې ولیکل شوې چې ډېرې یې د پاچا په ژوندون کې حقیقت شوې. پاچا امر کړی و چې هیڅ کله به دا نابغه ماشوم یوازې نه پرېدي، یوه ورځ د رابرت پالونکي ته څه کار پیدا شو، هغه رابرت د دربار یو بل جګ پوړي کس ته وسپاره چې دده تر راتګ پورې په رابرت پام وکړي. د رابرت نوی پالونکی رابرت په یوه خونه کې بندوی او دی ا په خپلو کارونو کې بوختېږي. څه وخت ورورسته پاچا امر کوي چې رابرت ورته راولي، سپاهیان په رابرت پسې ټول ځایونه لټوي خو نه یې شي پیدا کولای، کله چې بندې خونې ته ورځي ګوري چې رابرت له لوګې مړ شوی دی. په دې ډول سره د رابرت بله وړاندوینه هم د پاچا په ژوندانه حقیقت شوه چې د پاچا په دربار کې به له لوګې مړ کېږي.
په درنښت